پکتیا ولايت کې یوه ښوونځي سره څوکۍ او ميزونه مرسته شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۲
پکتیا ولايت کې یوه ښوونځي سره څوکۍ او ميزونه مرسته شول

پوهنې وزارت، پکتیا: د اریوب خیریه بنسټ له لوري د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند د عبدالقدیر ځاځي نجونو لېسې سره، د زرګونه افغانیو په ارزښت (۱۸۰) پایې میزونه او څوکۍ مرسته شوې.

د پکتیا ولایت پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي د یاد خیریه بنسټ د مرستې او هر اړخېزې همکارۍ په اړه وویل: موږ له هر هغه چا څخه مننه کوو، چې د پوهنې د پرمختګ لپاره له پوهنې وزارت او ولایتي ریاستونو سره مرسته او ګډ کار کوي کوي.

نوموړي د پکتیا ولایت پر ملي سوداګرو، خیریه بنسټونو او قومونو غږ وکړ، چې دوی هم باید د اریوب خیریه بنسټ په څېر د پوهنې په برخه کې مرسته وکړي او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره موږ سره، ګډ کار و کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۲۱:۱
Background image

دپوهنی او روزنې سرپرست د دارالمعلمینونو د اتحادیې له مسئولینو سره وکتل

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر د دارالمعلمینونو د اتحادیې او مسئولینو سره لیدنه وکړه، په کتنه کې د دارالمعلمینونو پر تدریسی او اداري موضوعاتو، او یوشمیر نورو ستونزو. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۹:۵۹
Background image

د پوهنې وزارت د کارمندانو د کار د پیل په اړه د پوهنې په وزارت کې غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث نورالله (منیر) په مشرۍ په داسې حال کې چې د وزارت اړوند ریاستونو مسئولین او د ا.ا.ا د ښوونې او روزنې د کمیسیون غړو هم په کې ګډون کړی وو جوړه. . .

جمعه ۱۴۰۰/۶/۲۶ - ۱۳:۵۸
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي:

۱: څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر. . .

BACK TO NEWS