پکتیا کې نوی  تعلیمي کال په زنګ په وهلو سره پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۴ - ۱۰:۱۰
moe

په پکتیا ولایت کې نوی ۱۳۹۸ تعلیمي کال په وزې ځدارڼو ولسوالي کې د زنګ په وهلو سره پیل شو

په هغه غونډه کې، چې د وزې ځدراڼو ولسوالۍ په یوه ښوونځي کې جوړه شوي وه د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي سربېره د اجرایه ریاست مشاور بخت محمد ځدراڼ، د یادې سیمې بیلابیلو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونکو او دیني علماوو ګډون درلود.

د پوهنې رئیس د یادو مراسمو په لړ کې په خبرو کې وویل:خوښ یم چې نوی تعلیمي کال پیل مو له بریاوو سره مل دی، ډاډه اوسئ چې سږ کال به په نوموړي  ولسوالۍ او نورو ځدراڼ مېشتو سیمو کې مسلکي ښوونکي په دنډو وګمارل شي او بیلابیلو ښوونځیو ته به ودانۍ جوړې شي .

د یادولو وړ ده چې سږ کال د پوهنې ریاست شاوخوا ۱۰۰۰ تنه ښځینه او نارینه ښوونکي په حق الزحمه ډول په دنده وګمارل چې ددې سره به د ځدراڼ مېشتو سیمو سربیره د هغو سیمو د ښوونکو د کمښت ستونزې تر ډیره حل شي چې کمی یې لیدل کیده.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS