پکتیکاکې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۷ - ۱۰:۱۴
moe

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د مامورینو په ښارګوتي کې دنجونو د نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډ‌بره د والي ډاکټر مجبیب الرحمن څمکني، پوهنې رییس محراب الدین شفق او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون کېښودل شوه.

د یاد ښوونځي ودانۍ ، چې۱۲ درسي ټولګي، ۶ تشنابونه، داحاطي دیوار او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري، د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په  لګښت د یو کال په موده کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي. 

د پکتیکا والي ډاکټر مجیب الرحمن څمکني د ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې ددې ولایت د پوهنې ودې او پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي او هڅې یې دادي، چې د ښوونځي عمر هېڅ ماشوم بې زده کړو پاتې نشي. نوموړي دغه راز له ټولو هغو کسانو مننه وکړه، چې په دې ولایت کې د پوهنې د ودې او پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د پوهنې رییس د سیمې خلکو ته په خبرو کې ډاډ ورکړ، چې ددې ولایت د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي او موخه یې داده، چې ټول ماشومان په مساوي ډول زده کړو ته لاسرسی ومومي.
ښاغلي شفق له یادو مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي. 

 

 

د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي. 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS