پکتیکا ولایت کې د ۱۸۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه سیمینار پیل شو 

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۶
5454

د یوې خیریه ادارې له خوا د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د ۹۱ بابه ښوونځیو د ۱۹۲ تنو ښوونکو لپاره د «ویفس» پروګرام په اړه دوه ورځنی سیمینار پیل شو.
د ياد ولایت پوهنې رئیس، محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: د داسې سیمینارونو جوړول د ښوونکو مسلکي وړتیاوې او د حفظ الصحې پوهه لوړوي او د زده‌کوونکو د روغتیا، سلامتۍ او سالم ژوند د ترویج په برخه کې مهم رول لري.
د دې سیمینار ماسټر ټرېنر، ډاکټر فوجي وویل چې د دې پروګرام اساسي موخه د وینې کموالي مخنیوي، د ساري ناروغیو د وقایې په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د حفظ الصحې اړوند معلوماتو شریکول او د ښوونکو لپاره د لومړنیو مرستو عملي مهارتونه برابرول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS