ښوونځیو کې د ماشومانو شاملولو لړۍ لا روانه ده

پوهنې وزارت، لوګر : د لوګر ولایت په ( ۲۷۶ ) ښوونځیو کې د ماشومانو د شاملولو بهیر ډېر ښه پرمخ روان دی.
دا بهیر د روان ۱۴۰۰ ښوونیز کال له پیلېدو سره سم پیل شوی، چې د روانې میاشتې تر ۲۰ مې نېټې به دوام وکړي.
د یاد بهیر له پیل راهیسې تر اوسه د دې ولایت په (۲۷۶) ښوونځیو کې له (۱۵) زرو ډېر ماشومان شامل شوي او (۱۲) زره نور ماشومان به هم شامل شي.
د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي وایي: په ټولو ښوونځیو کې د نوېو ماشومانو د شاملوولو لړۍ ډیره ښه روانه ده، نو له خلکو مې غوښتنه دا ده چې خپل ګلالي ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي.
یاده دې وي، چې په لوګر ولایت کې دا مهال ۲۷۶ ښوونځي فعالیت لري، چې د زده کوونکو شمېر یې شاواخو (۱۶۰) زرو ته رسیږي.