کندهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۱۳:۵۱
کندهار کې د یو ښوونځي د جوړېدو چارې پیل شوې

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ دشیر محمد هوتک لیسې د نوي ودانۍ بنسټ ډ‌بره دنوموړي ولایت د پوهنې د رییس پوهنیار محب احمد روښان لخوا او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون کېښودل شوه.
د یاد ښوونځي ودانۍ ، په پاخه او اساسي ډول د دوه جریبه څمکي په ساحه کې چي د سیمې دخلکو لخوا معارف ته ډالۍ شوي، په یو پوړ کې د ۷ میلیونو او ۳۱۰ زره افغانیو په لګښت د اقرا برنامی لخوا جوړيږي، چې۱۲ درسي ټولګي،۲ اداري خونې، داحاطي دیوار او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري. چې د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
په یادو مراسمو کي د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د یادي ولسوالۍ د ولسوال او قومي مشرانو څخه مننه وکړل چي د یاد تعمیر د پاره یې ځمکه په واک کي ورکړل
ښاغلي روښان د سیمې مشرانو وغوښتل، چې د ښوونیزو مرکزونو ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د یوې ښې راتلونکې په موخه خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي.
د یاده ولو وړ ده ، چې د اقرا برنامي لخوا په کندهار ولایت کې (۱۰۴) بابو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړیږي، چې د دې جملې نه يی ۸ بابه یې د ژړۍ په ولسوالۍ کې جوړیږي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS