خوست کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېزي
پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د علیشرو ولسوالۍ اړوند ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه د ببرک تاڼې ابتدائیه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو کار پیل شو.
د ښوونځي د ودانۍ پر جوړولو شاوخوا ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې مالي لګښت یې د ولسي تړون د اقرا برنامې د چوکاټ څخه ور کول کیږي.
یاده ودانۍ به ۶ درسي ټولګي،یوه اداري خونه، د اوبوڅاه، ۳غرفې تشنابونه او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري.
د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو نجونو او هلکانو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.
