د لوګر له یوه ښوونځي سره د خیمو مرسته وشوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۶/۳۰ - ۱۲:۵۳
د لوګر له یوه ښوونځي سره د خیمو مرسته وشوه

پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند د محمدآغې د نجونو له لېسې سره د ۸ مجهزو او عصري خیمو مرسته وشوه.
یاده مرسته د ولایت مقام په لارښوونه د لوګر د کلیو او پراختیا ریاست کړې ده، چې شاوخوا ۲ سوه زره افغانۍ ارزښت لري.
یادې خیمې په یوه وخت کې د شاوخوا ۲۵۰ زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري، چې د دغې لېسې په انګړ کې به د زده کوونکو لپاره ودرول شي.
دا مهال د محمدآغې د نجونو په لېسه کې له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې شاوخوا ۵۰۰ زده کوونکې زده کړې وایي.
د یاد ښوونځي ودانۍ د زده کوونکو د ډېروالي له امله د شته زده کوونکو د ځایولو وړتیا لري،چې د دې ستونزې د هوارېدو لپاره یاده مرسته وشوه.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال چې د مرسته شویو خیمو د سپارلو په موخه یاد ښوونځي ته تللی و، وویل، چې په دې مرستې به د ۸ ټولګیو هغه ستونزه هواره شي، چې زده کوونکو یې مخکې په زړو خیمو کې زده کړې کولې.
د پوهنې رئیس ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کال کې به د دغې لېسې د درسي ټولګیو د کموالي ستونزې هوارولو لپاره د ولسي تړون له لارې یوه ودانۍ جوړه کړي.
د یادونې وړده، چې د لوګر له ښوونځیو سره د کلیو او پراختیا ریاست له دې مخکې هم د خیمو مرستې کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS