په کونړ کې د ممتازو زده کوونکو څخه د لیاقت آزموینه واخیستل شوه
پوهنې وزارت_کونړ: د کونړ ولایت د پوهنې رياست اړوند د مرکز او ولسواليو د ښوونځيو ممتازو زده کوونکو څخه د لياقت ازموينه واخيستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه جوړه شوي وه ، د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال عبدالقهار اخوند زاده، د نظارت غړو، ښوونکو او زده کوونکو غړو ګډون درلود.
د از موینې په پیل کې د کونړ ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخوند زاده وویل: چې دا ډول ازموینې موخه یې د زده کوونکو وړتیاوې لوړول، او د خپلو مهارتونو له نورو سره شریکول دي،چې دا شان ازموینې د زده کوونکو جرائت او پر ځان باور زیاتوي.
په دغه ازموینه کې چې د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې واخیستل شو، چې د هرې ولسوالۍ نه درې هلکان او درې نجونې راغوښتل شوي چي په مجموعي ټوګه دزده کوونکو شمیره ۹۰ تنو ته رسیږي ، چې له دې جملي نه یی ۴۵ تنه يې هلکان او ۴۵ يې نجونۍ دي، چې له از موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به يوازې شپږ تنه د لوړو نومرو لرونکي زده کوونکي د دریم، دوهم او لومړي مقام تر لاسه کولو لپاره کابل ته لېږدول کېږي،چې درې به يې نجونې او ۳ تنه به يې هلکان وي.
د یادونې وړ ده، چې د از موینې په اخري پړاو کې چې په مرکز کابل ښار کې تر سره شي يو تن د لومړنۍ دورې، يو د منځنۍ او يو د ثانوي دورې زده کوونکي به ګډون ولري.
