خوست کې ‏د ښوونځیو پاک ساتلو او  زده کوونکي او د پاکوالي کلتور سره د اشنا کیدو په اړه یو ورځینۍ ورکشاپ دایر او یو شمېر ښاري ښوونځیو ته د نظافت لوازم وویشل 

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۰:۲۰
خوست کې ‏د ښوونځیو پاک ساتلو او  زده کوونکي او د پاکوالي کلتور سره د اشنا کیدو په اړه یو ورځینۍ ورکشاپ دایر او یو شمېر ښاري ښوونځیو ته د نظافت لوازم وویشل 

د خوست ښاروالۍ ریاست په تالار کې د (UNDP)مؤسسې له لوري د اتو ښاري ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو او په دغه ښوونځیو کې د نظافت کمیټې مسوولو معلمینو ته په دې ورکشاپ کې د خپل ښوونځي د پاک ساتلو ، د ښاري فرهنګ سره د زده کوونکو د بلدتیا او همدا رنګه د پلاستیک د زیانونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
ددې ورکشاپ د پرانیستې پر مهال خوست ښاروال انجینر عبد البصیر محمدزي وویل، مکاتب د فرهنګ د انتقال ځایونه دي زموږ زده کوونکي باید د ښاري فرهنګ سره بشپړه اشنایي پیدا کړي، او د ښار په پاک ساتلو کې خپل رول ادا کړي. 
د پوهنې ریاست د شوراګانو مدیر محمد یونس اهنګر د ورکشاپ ګډون والو په خپلو خبرو کې وویل، د پوهنې ریاست ژمنتیا دا ده چې په ټولو ښوونځیو کې دا ډول برنامې پلي کړي ترڅو زده کوونکي د پاکوالي کلتور سره کامله اشنایي پیدا کړي.
وروسته د یادې موسسې مشاور او ددې ورکشاپ ټرینر خلیل مومند ګډون والو ته د ورکشاپ پر اهمیت خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه د خوست په ټولو ښوونځیو کې د ښاروالیو کمیټې جوړې کړي او په دې برخه کې به دوی هر راز همکارۍ ته داوم ورکوي.
تر څنګ د ښاروالۍ ریاست د کلتوري خدمتونو مدیر لمر نیازي ګډون والو د پلاستیک د زیات استعمال د زیانونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د پلاستیکو د کم استعمال په لارو چارو یې دوی ته سیمینار وړاندې کړ.
په پای کې اتو ښاري ښوونځیو ته د مکتب ساتلو ټول لوازم ورکړل شول او تر څنګ یې د ورکشاپ ګډون والو تصدیق نامې هم وویشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS