دننگرهار د کلیوالي ښوونځیو ته ښوونیږ ورکشاپ پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۵
دننگرهار د کلیوالي ښوونځیو ته ښوونیږ ورکشاپ پیل شو

دکلیوالي ښوونځيو دښوونکو دځان ارزونې درې ورځنی ورکشاپ پرانستل شو!
پوهنې وزارت_ننګرهار: دورکشاپ په پرانیستونې مراسمو کې دپوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات دیونیسف ادارې نه مننه وکړه، چې د دا ‌‌‌‌‌‌ډول روزنیزو پروګرامونو لپاره اسانتیاوې برابروي دپوهنې ریاست مرستیال دا ورکشاپ خورا مهم وباله او له ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو یې هیله وکړه چې ګټه ترې پورته کړي. بیا د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې د ښوونې او روزنې دبرخې مشرې لیلما خبرې وکړې ویې ویل یونیسف اداره ژمنه ده چې د معارف سره په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د افغان ماشومانو دښې راتلونکې لپاره د ښوونکو ظرفیتونه لوړ کړي، اغلې لیلما دننګرهار پوهنې ریاست وستایه چې د هیواد په کچه لومړنی ریاست دی چې دیونیسف ادارې سره په چارو کې ښه همغږي لري.
په دې ورکشاپ کې د پوهنې ریاست د کلیوالي ښوونځيو دوه سوه اتیا تنه نارینه او ښځینه ښوونکې په پینځه پړاوونو کې روزل کیږې چې هر پړاو یې درې ورځې دوام کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS