د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو د روڼتیا او کیفیت څخه د رضایت سروې راپور

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۱:۴۷
MoE

د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت او مدني ټولنو استازو ترمینځ د هیواد ۵ ولایتونو او لویو ښارونو کې د ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو د ۱۸ میاشتنۍ سروې کاري پایلو روښانولو په موخه ګډه غونډه تر سره شوه، چې د ۲۵۰۰ څخه زیاتو نجونو او هلکانو زده کوونکو او د ۱۴۰ ښوونځيو څخه ۷۰۰ ښوونکو په کې ګډون کړۍ وو او په ښوونځيو کې د درس ورکولو کیفیت، د درسي کتابونو حجم او محتویاتو او د درس ورکولو پرمختللو وسایلو شتون په اړه یې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
په دې غونډه کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین دوکتور سید حمیدالله وویل چې د دې پروسې پیل د هیواد ښوونیز سیستم ښه والي په لاره کې د حکومت او مدني ټولنو په ګډ کارکولو د دولت اراده وه چې هیله مند یو د دې همکاریو څخه راغلې پایلې د ښوونې او روزنې په سیستم کې د مثبتو تغیراتو سبب شي او د دوي نظرونه او نیوکې د پوهنې وزارت د حرکت په قوې مبدله او کار جوړونکي شي.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو اداری معین دوکتور احمد سیر مهجور د دواړو وزارتونو د هڅو څخه چې د دې سروې په جوړولو کې یې برخه اخیستې وه ستاینه وکړه او ویې ویل چې په ۴ لویو ښارونو کې د دې سروې تر سره کیدل په حقیقت کې یو غوره او په زړه پوري موخه وه چې د لوړو زده کړو،پوهنې وزارتونو،جمهوری ریاست او مدنې ټولنو ترمینځ سر ته ورسیده، کوم چې مونږ وکولای شول د ښوونیزو او تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو په لاره کې د ولس د خوښۍ او مایوسۍ اندازې معلومه کړو. او زیاته یې کړه چې یادې سروې د کیفیت اندازه دواړو وزارتونو ته معلومه شوه چې د دې سروې له لارې مونږ کولای شو خپلې موخې د خلکو غوښتنې مطابق وټاکو او په خپلو راتلونکو ستراتیژیکو پلانونو کې د خلکو نظرونه ته ځاې ورکړو.
دغه سروې د افغانستان د پرانستې حکومتوالۍ ګډون فورم تر څارنې لاندې ترسره شوې؛ د پرانستې حکومتوالۍ ګډون فورم د امریکا تر مشرۍ لاندې یو نړیوال بنسټ دۍ. او د هغو موخه د یاد فورم په غړیتوب لرونکو هیوادونو کې د ۴ اصلو پلې کول دي چې عبارت دي له روڼتیا، حساب ورکونې، په دولت کې د خلکو ګډون او الکترونیکي حکومتوالۍ ده. د یاد فورم د غړو شمیر نژدې ۸۰ هیوادونو ته رسیږی چې افغانستان د ۱۳۹۵ کال د لیندۍ میاشتې راهیسي د دې فورم غړیتوب لاسته راوړۍ دې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS