د لغمان د پوهنې ریاست لخوا د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۵:۰
د لغمان د پوهنې ریاست لخوا د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د پوهنې وزارت _لغمان: د لغمان د پوهنې ریاست لخوا د نجونو د روغتیا ساتنې نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې د لغمان ولایت دمرکز اړوند د مهتر لام ښار د حیدر خانو د نجونو په ښوونځي کې جوړه شوي وه ، د نوموړي ولایت دپوهنې رییس عبدالله حمیدی ، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو ، د یونیسف اداري مسوولینو ، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د پوهنې رییس په خپلو خبرو کې نجونو زده کوونکو ته وویل چې د هر ځه نه مخکې باید خپلې حفظ الصحې ته پام وکړي د پوهنې رییس د سالم ځوان ساتلو په اهمیت ټینګار وکړ ، چې صحي انسان سالمه ټولنه رامینځته کوي. هغه د ځوانانو د ساتنې په اړه د پوهاوي ارزښت ارزښتناک وباله
په ورته وخت کې ، د عامی روغتیا ریاست استازی او نورو ویناوالو دروغتیا اوحفظ الصحه په اړه ویناوې وکړي .
غونډه د روزنیزو برنامو او د رسنیو پراخه پوښښ سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS