زابل ولایت کي د روان کال په اوږدو کې ۳۰ تړلي ښوونځۍ پرانستل شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۱:۳۹
زابل ولایت کي د روان کال په اوږدو کې ۳۰ تړلي ښوونځۍ پرانستل شوې

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست مسؤلین خبر ورکوي په ښوونځیو کې د زده کوونکو شمېر ډیر شوی او سږ کال دوی توانیدلي ترڅو په لیري پرتو سیمو کې ۳۰ تړلي ښوونځي بیا پرانیزي
د دې ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال روزي محمد صدیقي د کلنیو ازموینې د پیل په مراسمو کې دا خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې سږکال په کلنۍ ازموینه کې د تیر کال په پرتله لس سلنه د زده کوونکو شمېر زیات شوی او همداشان توانیدلي چې ۳۰ تړلي ښوونځي د زده کوونکي پرمخ پرانیزي د نوموړي د مالوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۷۹ زره زده کوونکي زابل کې ښوونځیو ته ځي چې ۱۶ زره يې نجونې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS