پوهنې وزارت او نړیوال بانک د ښوونځيو مصونیت ډیروالي په طرح باندې خبرې اترې وکړې

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۱۴:۹
پوهنې وزارت او نړیوال بانک د ښوونځيو مصونیت ډیروالي په طرح باندې خبرې اترې وکړې.

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت مشرتابه او د نړیوال بانک ډلې په دوه اړخیزه لیدنه کې د ښوونځيو مصونیت ډيروالي په طرح (CSSF) او همدارنګه د ښوونکو چلند څرنګوالي په اړه (Teacher Code of Conduct) خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د پوهنې وزارت مالي او اداری معین عبدالسبحان ر‌ؤف، په افغانستان کې د نړیوال بانک څانګې اجرایوي رئیسې هما زهرا فتوحي او د دواړو لورو نورو غړو په شتون کې تر سره شوه.

ډاکتر محمدمیرویس بلخي د پوهنې وزارت د دندو او جوړښت اصلاحاتو ملي سمپوزیم له تر سره کیدو څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې په نوي ښوونیز نصاب باندې کار یو له دغو اصلاحاتو څخه دی چې په هغه کې د ماشومانو څخه د ملاتړ موضوع، په ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو کې د زده کوونکو پوهاوي ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، همدارنګه په ښوونیزو بنسټونو کې د ځورونې پالیسی وړاندې کول په دې لاره کې له نورو کړنو څخه دي.

ډاکتر بلخي د جمهور رئیس له لوري د ماشومانو څخه د ملاتړ ملي کمیټې له رامینځ ته کیدو څخه خبر ورکړ او په دې کمیټه کې یې د پوهنې وزارت له غړیتوب څخه یادونه وکړه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک (WB) اجرایوي رئیسې هما زهرا فتوحي د ښوونې او روزنې له برخې سره د نړیوال بانک له وروستنیو همکاریو څخه راپور وړاندې کړ او د زده کوونکو او ښوونځيو مصونیت پیاوړتیا په موخه یې د پوهنې وزارت مشرتابه له کړنو څخه خوښي وښوده.

د یادونې وړ ده چې په پام کې ده د پوهنې وزارت او نړیوال بانک ترمینځ د ښوونځيو او زده کوونکو مصونیت ډیروالي باندې په تمرکز تخنیکي غونډې تر سره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۵۸
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت خدماتو ریاست لپاره د ۱۶ قلمه مرکز ګرمۍ وسایلو د تدارکاتو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۵۶
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت مرکزي هستې اړوند د ۱۷ قلمه ایرکنډیشن وسایلو د تدارکاتو او پېرودلو پروژې په موخه، د داوطلبۍ په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۵۴
Background image

افتتاح یک باب مدرسه دینی در ولایت پروان

مدرسه دینی تعلیم القرآن للبنات در قریه قره چه ولسوالی بگرام ولایت پروان که با هزینه بیش از یک میلیون افغانی از مساعدت های مردم محل و مسئولین اعمار گردیده است، با حضور مقامات، رئیس و. . .

BACK TO NEWS