د کانکور د ازموینو د ملي کمیټې مسوولینو او د ننګرهار د پوهنې ریاست مشر تابه تر مینځ ګډه ناسته تر سره شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۲ - ۱۱:۵۶
د کانکور د ازموینو د ملي کمیټې مسوولینو او د ننګرهار د پوهنې ریاست مشر تابه تر مینځ ګډه ناسته تر سره شوه

د پوهنې وزارت_ننګرهار: د کانکور د ازموینو د ملي کمیټې مسوولینو او د ننګرهار د پوهنې ریاست مشر تابه تر مینځ د پوهاوي ګډه ناسته تر سره شوه .
په نوموړي ناسته کې چې د ننګرهار د پوهنې په ریاست کې جوړه شوې وه د پوهنې ریاست مشرتابه سربیره د ولسوالیو د پوهنې امرینو، د جلال اباد ښار د دولتي او خصوصي ښوونځیو امرینو او له کابله د ازموینو د ملي کمېټې د مشرتابه راغلي پلاوي برخه اخیستې وه.
په پېل کې د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال اول ګل ابوذاهد خبرې وکړې او برخه والو ته یې سپارښتنه وکړه چې د ازموینو د ملي کمیټې د پلاوي سپارښتنې په خپلو کاري ساحو کې په عمل کې پلې او د کانکور ازموینې د برخه والو ستونزی راکمې شي.
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال د ازموینو د ملي کمیټې له راغلي پلاوي هم مننه وکړه چې د کانکور ازموینې په اړه یې شته پوښتونو او ستونزو ځوابونه وړاندې کړل.
بیا د ازموینو د ملي کمیټې د پوښتنو بانک د پراختیا او انسجام ریس سید روضت الله مجید خبرې وکړې ویې ویل په افغانستان کې د کانکور ازموینه له خورا لوړو ژورو تیره شویده.
وروسته د کانکور ازموینې په اړه تخنیکي معلومات د پریزنټیشن په ډول واړندې او په پای کې د برخه والو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکول شو.
سږ کال به د ننګرهار ولایت څخه خواوشاه شل زره تنه د دولسمو ټولګیو فارغان چې (۴۴۰۰) تنه یې نجونې دي د کانکور په ازموینه کې برخه اخلي.
 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS