د پوهنې وزارت رهبرۍ هیت غونډه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۰ - ۱۹:۱۵
د پوهنې وزارت رهبرۍ هیت غونډه وکړه

پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت سرپرستې آغلې رنګینې حمیدي په مشرۍ د معینانو او اړونده رییسانو په ګډون د رهبرۍ هیت غونډه تر سره شوه.

د پوهنې وزارت رهبرۍ هیت یو شمیر موضوعات لکه د عمومي زده کړو په برخه کې د عادلانه او با کیفیته تعلیمي خدماتو وړاندې کول، اسلامي زده کړو، سواد زده کړو، مدیریت او د رهبرۍ سیستم، عملي اصلاحات، تشکیلاتي جوړښت او پوهنې وزارت کې د ښځو د ونډې پر تقویه کیدو بحث او څیړنه وشوه.

د پوهنې وزارت سرپرستې د دې ترڅنګ چې د غونډې بحث یې واوریدو خپل نظریات او ملاحظات یې هم د یادو موضوعاتو په اړه څرګند او لازمې مشورې یې د موضوع په اړه د غونډې ګډونوالو ته وړکړې.

آغلې حمیدي څرګنده کړه چې وروسته له دې په معارف کې د اصلاحاتو د راوستو او د کیفیت د ودې په برخه کې هیڅ راز خنډ او ځنډ د منلو وړ نه دی او په جدي توګه باید کار پرې وشي آغلې حمیدي واضح کړه چې په دوه لسیزو کې یو شمیر کارونه ترسره شوي دي خو اوس په معارف کې د عمل او تحرک وخت را رسیدلی دی.

آغلې حمیدي په ډاګه کړه چې د خود کفا او مصوونه ټولنې ته د لاسرسۍ یواځینۍ لار په هیواد کې د باکیفیته ښوونې او روزنې خدماتو په وړاندې کولو ممکن دي او بله هیڅ داسې کومه لار نشته او په دغه سپیڅلې لار کې په ریښتوني اومسوولانه توګه باید کار وکړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS