د چهاردرې ولسوالۍ د معارف فوټبال ټیم اتل او د علی آباد ولسوالۍ تیم نایب اتل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
د چهاردرې ولسوالۍ د معارف فوټبال ټیم اتل او د علی آباد ولسوالۍ تیم نایب اتل شو

د پوهنې وزارت_کندز: د فوټبال په هغه سیالۍ کې چې د کندز ولایت د پوهنې ریاست او نورو دولتی اداراتو د اتو ټیمونو ترمنځ پیل شوې وې، د چهاردرې ولسوالۍ د پوهنې فوټبال ټیم اتل او د علی آباد ولسوالۍ د پوهنې فوټبال ټیم نایب اتل مقام تر لاسه کړ.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوي وه ، د کندز ولایت د ولايتي شورا رئيس محمد یوسف ایوبی، د پوهنې ریاست مرستيال عبدالقیوم قانوني، د دولتي ادارو یو شمیر مسوولینو، د فوټبال مینه والو او لوبغاړو ګډون درلود.

پدې ټورنمنټ کې، فرزاد ابراهیمي د چهار درې ولسوالۍ د پوهنې له ټیم څخه د غوره ګول کیپر، رقیب غوره دروازه بان او انعام جان د کندز ولایت د ښار جوړونی د ټیم غړی د اقای ګول په توګه وټاکل شو.

د غونډې په پای کې، هغه جایزې چې د پوهنې ریاست لخوا د لوبغاړو لپاره ټاکل شوې وې، د دولتی مسوولینو لخوا وویشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS