قندهار کې د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۸:۳۶
قندهار کې د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت، قندهار: د قندهار ډنډ ولسوالۍ کې د باالمقطع ښوونکو د ګمارنې په موخه له ۸۹۴ تنو نارینه او ښځینه کاندیدانو څخه د آزاد رقابت له لارې آزموینه واخیستل شوه.

په دغه آزموینه کې د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به ۱۸۸ تنه د تدریسي رشتې مطابق وړ او مسلکي کسان د باالمقطع ښوونکو په توګه د یادې ولسوالۍ په ښوونځیو کې پر دندو وګمارل شي.

د قندهار د پوهنې ریاست د عمومی زده کړو آمر محمد طاهر ایوبي د معلوماتو له مخې به له دغو ۸۹۴ تنو څخه ۱۸۸ تنه وړ کسان د ډنډ ولسوالۍ اړوند په ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه وګومارل شي، نوموړي د آزموینې ګډونوالو ته د آزموینې د شفافیت ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ او زیاته یې کړه د دغو ښوونکو په ګومارنې سره به په ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه هواره شي، ایوبی زیاته کړه چې د کندهار ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د ښوونکو د ګومارنې پروسه پېل شي او په پام کې ده چې ۱۲۰۰ تنه باالمقطع ښوونکي به د قندهار ولایت اړونده ولسوالیو په ښوونځیو کې وګومارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

بدخشان ولایت کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی ترمیم شو

د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ دهسنگان منځني ښوونځي ودانۍ، له اساسي ترمیم او د نویو تشنابونو له جوړېدو وروسته، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاد ښوونځی چې د همکارې ادارې له لوري د ۱. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

په لوګر ولایت کې د ۱۴۰ تنو ښوونکو او د تعلیمي بنسټونو د مدرسینو په ګډون علمي ناسته پیل شوه

 د لوګر ولایت مرکز اړوند ۱۴۲ بابه دیني مدارسو او ښوونځیو د ۲۵۰ تنو ښوونکو په ګډون د «قرآن کریم په اسانه طریقه تدریس» تر سرلیک لاندې درې ورځنی علمي او روزنیز ورکشاپ پیل شو.
یاده ناسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یوه ښوونځي سره د خېمې او قرطاسیې مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ لخوا، د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالۍ اړوند مهمند راغه لومړني ښوونځي سره د یوې خېمې، د پاکو اوبو ذخیرې او قرطاسیې مرسته وشوه.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسئولینو له زده. . .

BACK TO NEWS