ننګرهار ته د ولسمشر د سفر په لړ کې ۴۵ بابه ښوونځي ګټې اخیستنې ته وسپاره شول

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۲۹
افتتاح ۴۵ باب مکتب در سفر رئیس جمهور به ولایت ننگرهار

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د کلیو پراختیا وزارت اقرا برنامې په چوکاټ کې د ننګرهار په (۱۲) ولسوالیو کې د ۴۵ ښوونځیو لپاره د جوړو شویو ودانیو اسناد لاسلیک او د ګټې اخیستنې لپاره پوهنې وزارت ته تسلیم شول.

د ښوونځيو دغه ودانۍ د ۱۸۰ میلیون افغانیو په ارزښت جوړې شوي چې ورسره به په ننګرهار کې د ۳۵ زره زده کوونکو د سرپناه ستونزه حل شي. همداراز د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو پر ۱۱۷ پروژو کار روان دی.

سرچينه ارک

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS