د پوهنې وزارت سرپرستې د بریټانیا د ښوونې فرهنګي مرکز له مشرتابه سره وکتل

د پوهنې وزارت سرپرستې میرمن رنګینې حمیدي له ښاغلي جیم بوس سره وکتل، په دې کتنه کې میرمن حمیدي د پوهنې په برخه کې د بریټانیا د ښوونیز مرکز له مرستو د مننې ترڅنګ د دې وزارت د اصلاحي برنامو، ریفورم او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل.
میرمن حمیدي د پوهنې وزارت لیدلوري، پالیسي او سټراتیژي په اړه د معلوماتو ترڅنګ د نویو ګډو برنامو په پلي کولو کې د لا همکاري او همغږۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي جیم وویل د بریټانیا ښوونیز مرکز به د تېر په څېر د افغانستان د پوهنيز نظام څخه ملاتړ کوي او له دې وروسته به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي، په ځانګړي ډول د انګلیسي ژبې د تدریس په برخه کې به ښوونکو ته د فرصتونو برابرولو او پراخولو په تړاو خپلې برنامې لا بډایه کړي.
دواړو لوریو د راتلونکو پلانونو او اهدافو د انسجام په موخه د نورو ناستو په تړاو هم نظرونه شریک کړل.