پروان ولایت کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د کمپیوټري خپرونو د زده کړې درې میاشتینۍ دوره پای ته ورسیدله

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۶:۱۱
پروان ولایت کې د ښوونکو او اداري کارکوونکو لپاره د کمپیوټري خپرونو د زده کړې درې میاشتینۍ دوره پای ته ورسیدله

د پو هنې وزارت، پروان : پروان ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو او اداري کارکوونکو د کمپیوټري خپرونو د زده کړې درې میاشتینۍ زده کړیزه دوره پای ته ورسوله، په دې ښوونیزې دورې کې ۸۱ تنه ښوونکو او اداري چارواکو ګډون کړی و.

په هغې غونډې کې چې په همدې مناسبت د پروان ولایت د پوهنې ریاست کې جوړه شوې وه، د یاد ولایت د پوهنې رئیس خبرې وکړې او د ګډونوالو له پراخ ګډون څخه یې مننه وکړه. همداراز نوموړي زیاته کړه: په اوسني وخت کې ټکنالوژۍ ډیره پرمخ تللې او له دې پرمخ تللې ټکناوژۍ څخه کار اخیستنه ډیره ضروري بریښي.همداراز له ټولو یې وغوښتل څو له زده شويو کمپیوټري خپرونو ګټه پورته کړي.

د یاد ولایت د پوهنې رئیس زیاته کړه په تیرو کې د کمپیوټري خپرونو د زده کړې لپاره مناسب چاپیریال شتون نه درلود، خو له نیکمرغه په اوس وخت کې د پوهنې ریاست د هڅو په پایله کې، د شهید میرعلي احمد د هلکانو په ښوونځي کې د کمپیوټري خپرونو د زده کړو مرکز پرانیستل شو، چې د یاد ښوونځي د کارکوونکو او چارواوکو په چوپړ کې به وي.

ښاغلي حکیم، د معلوماتي ټکناوژۍ د مدیریت او په ځانګړې توګه د راشد منظوم، له نه ستړي کیدونکو هڅو ستاینه وکړه.

وروسته د معلوماتي ټنکالوژۍ د مدیریت، کمپیوټر ترینر راشد منظوم، خبرې وکړې او د ښوونکو د وړتیا لوړونې په تړاو یې د یاد مدیریت خپرونې تشریح کړې او د یاد پروګرام له فارغینو یې غوښتنه وکړه څو له زده شويو خپرونو ګټه پورته کړي.

وروسته د تجربوي لیسې امرې پلوشې فقیري، د میر رحمت الله سادات د مدرسې مدیر مولوي محمد داد هریو په خپل وار سره د پوهنې ریاست له هلو ځلو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له زده شویو خپرونو به په خپل کاري چاپیریال کې کار اخلي.

د پروان د ځوانانو ټولنیز سازمان، د پوهنې ریاست مشرتابه ته مننلیک جوړ او د محمد مراد ګلزاد په لاسو یې نوموړي ته ډالۍ کړ ، په پای کې د کمپبوټري خپرونو د لسم پړاو (۸۱) فارغانو ته د یاد ریاست د رئیس او چارواکو له خوا تصدیق پاڼې وویشل شوې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS