د کندز ولایت د پوهنې ریاست ته، د کرونا وایروس د واکسین د ورکړې ژمنه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۲:۹
د کندز ولایت د پوهنې ریاست ته، د کرونا وایروس د واکسین د ورکړې ژمنه

د پوهنې وزارت، کندز: ټاکل شوې ده چې په کندز ولایت کې د یولسو زرو څخه ډیرو ښوونکو او کارکوونکو ته د عامې روغتیا وزارت لخوا د کرونا وایروس واکسین ولګول شي.

د کندز ولایت د پوهنې رئیس نجیب الله ثاقب د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس احسان الله افضلي سره په یوې ګډې ناستې کې، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د دولتي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو او کارکوونوکو ته د کرونا وایروس د لګولو په څرنګوالي خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې یاد بهیر به په دوو پړاونو کې ترسره کیږي لومړي پړاو کې به د پوهنې ریاست کارکوونکو ته واکسین لګول کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت دولینه ولسوالۍ په اړوندو کې د “خاک‌یارک” لومړني ښوونځي نوې ودانۍ جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو او د زده‌کوونکو د اولیاوو په حضور کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۲
Background image

غزني ولایت کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند حیدر کلي د شهداوو حیدر ښوونځي نوې ودانۍ، چې د شاوخوا ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په رسمي ډول ګټې اخیستنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ښوونځيو سره د ۳۰ پایې خېمو مرسته وشوه

د یو همکار بنسټ له لوري د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند بي بي مریم منځني ښوونځي لپاره ۳۰ پایې خېمې د شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوې ده.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم. . .

BACK TO NEWS