د ډاډګيرنې پيغام
په ډيرې خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، د دوشنبې ورځې په چاودنه کې چې د کابل ښار په دويمه ناحيه کې په يوه کاسټر موټر کې شوې وه، زموږ د مالي او حسابداري رياست يوه کارکوونکې خاطره مايل له خپل درې کلن ماشوم سره شهيده شوې.
(انا الله و انا اليه راجعون)
د پوهنې وزارت مشرتابه، شهيدې خاطرې او د هغې ګلالي ماشوم ته د الله تعالى له درباره فردوس جنت او کورنۍ ته يې د دې ستر غم د زغملو ځواک غواړي، د مرحومې له کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځان شريک ګڼي. د پيښې نورو ټپيانو ته دې الله تعالى روغتيا ور په برخه کړي.
پوهنې وزارت مشرتابه دا ډول ترهګريزې کړنې چې خوار اولس په کې قرباني کيږي ، په کلکه سره غندي.
په درنښت
رنګینه حمیدي
د پوهنې وزارت سرپرسته
