د سواد زده کړې د ملي اتحاد غونډه
پوهنې وزارت ،کابل: د سواد زده کړې د ملي اتحاد غونډه د ښوونې او روزنې معین ډاکتر عطاء الله واحدیار په مشرۍ، د سواد زده کړې د ملي بسیج او بررسي رئيس محمد یاسين صمیم، کابل کې د یونسکو سازمان رئيس جورډن نایدو، د انافي موسسې رئيس ،د سواد زده کړې د ملي اتحاد د غونډې سکرتر بشیر خالقي او د پوهنې وزارت یو شمېر ملي او نړيوالو همکارانو په ګډون، د سواد زده کړې معينيت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د غونډې په پيل کې د ښوونې او روزنې معين ډاکټرعطاءالله واحدیار په وزارت کې د جوړښتي بدلونونو پر ليدلوري او د سواد زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې زیاته يې کړه:
له ۱۲ کلونو راهيسې وزارت کې زیات شمېر موازي او دوه ګوني تشکیلاتو شتون درلود او د وزارت مشرتابه د نوي جوړښتي اصلاحاتو رامینځته کولو سره هڅه کړې، څو د وزارت په تشکیل کې دغه موازي ادارې منحلې کړي او د روزنيزو برنامو د ښه تطبیق لپاره، د وزارت د بيلابيلو ډيپارټمنټونو تر مينځ لا ډيره همغږي رامنځته کړي، څو د پوهنې وزارت په برنامو کې بنسټیز اصلاحات رامينځته شي او ترڅنګ يې لاسته راوړنې هم ډيرې شي.
ښاغلي واحدیار همداراز په ډاګه کړه، تشکیلاتو کې د اصلاحاتو او بدلونونو د رامينځته کولو فلسفه دا ده، څو د معارف په سکتور کې له شته منابعو څخه په اعظمي توګه ګټه پورته شي او په اوږد مهاله کې دغه تشکیلاتي بدلونونه د ښوونيزو او روزنیزو برنامو په ښه پلي کیدو کې مرسته کوي.
ښاغلي واحدیار زیاته کړه: سواد زده کړه او تدریس د پوهنې وزارت د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کيږي، چې دغه برنامه په ملي لومړیتوب بدله شي او د سواد زده کړې برنامې به اولسي شي، زیاتره تمرکز به يې پر مېرمنو وي چې د نړیوالو شريکانو په ملاتړ سره به د اغيزناک تطبیق او د سواد زده کړې د خدماتو د کیفیت لوړولو چارې به ترسره شي.
د غونډې په دوام کې، په کابل کې د يونسکو سازمان رئيس ډاکتر جورډن نایدو، د سواد زده کړې د سکتور په برخه کې د نويو بدلونونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: پوهنې وزارت کې بدلونونه یوه اړينه چار وه، چې په دې سره به د پوهنې وزارت ستونزې راکمې ، د ښوونیز خدماتو کیفیت به لوړ او د دايمي زده کړو په برخه کې به مرسته وکړي، همداراز د تعليمي نصاب د انکشاف په برخه کې د سواد زده کړه په دریو برخو، د سواد د زده کړې ښوونکو ته د لارښونو چمتو کول، د سواد زده کړې د پلي کوونکو د ظرفيت لوړول، د ښوونکو روزنه او وړتيا لوړونه، همداراز د یونسکو سازمان ژمن دى،چې د ښوونې او روزنې په مختلفو برنامو کې، د عمومي زده کړو او سواد زده کړې په سکتورونو کې خپل تخنيکي او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي.
همداراز د انافي موسسې رئيس او د سواد زده کړې د ملي اتحاد د غونډې سکرتر بشیر خالقي، د ښوونې او روزنې له معینیت سره د دغه موسسې د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او زیاته يې کړه: انافي موسسه له ۱۵ کلونو راهیسې په هېواد کې د سواد زده کړې د مختلفو ښوونیزو برنامو سره همکاره ده او له ۲۰۱۷ ز کال راهیسې د دغه موسسې له سرچينو څخه د سواد د زده کړې د تطبیق او ننګونو د حل په برخه کې زیاته ګټه پورته شوې ده. د نوموړي په وینا په راتلونکو دریو کلونو کې به د سواد زده کړې برنامو د ښه پلي کیدو په موخه، د همغږۍ رامینځنته کولو، د ننګونو حل او پر بدیلو زده کړو باندې کار وکړي.
همداراز د غونډې نورو ګډونوالو د سواد زده کړې په برخه کې خپل وړاندیزونه، ننګونې او ستونزې، له ډاکتر عطاءالله واحدیار سره شریکې کړې او نوموړي هم ژمنه وکړه چې ډېر ژر به دغو ننګونو ته د وزارت د مشرتابه لخوا رسیدنه وشي.
د غونډې په پای کې پریکړه و شوه چې د سواد زده زده کړې کوونکو د هڅونې په موخه دې د اړوندو څانکو لخوا بيلابيلې هڅوونکي برنامې جوړې شي، د ښوونې او روزنې معینیت، دولتي او غیر دولتي بنسټونو او موسساتو تر مینځ د ګډو هوکړه لیکونو د لاسلیک او تطبيق لپاره دې، د ملي بسیج او بررسي ریاست عملي اقدامات وکړي. همداراز ډاکتر واحدیار وويل: د دولتي او غیر دولتي بنسټونو له رضاکارانه برنامو څخه به د سواد زده کړې د بیلابیلو برنامو د تطبیق په برخه کې هراړخیز ملاتړ وکړو.
