بدخشان پوهنې رياست ته نوي کارکوونکي وروپيژندل شول
پوهنې وزارت، بدخشان : د بدخشان پوهنې ریاست ته ۱۲۹ نوي مدیران او ښوونکي چې د آزادې سیالۍ له لارې بریالي شوي وو، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رئيس ډاکټر روح الله محقق په ګډون په رسمي ډول معرفي شول او کار یې پیل کړ.
نوموړي نويو ښوونکو او مديرانو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ زياته کړه: تاسو ښوونکي د هيواد د بچيو په وړاندې ستر او خورا مهم مسوليت لرئ او موږ هيله لرو چې تاسو به په پوره رښتينولۍ خپلې دندې تر سره کړئ.
نوموړي ټینګار وکړ، تاسو بايد د زده کړو د کیفیت لوړونې ته پام وکړئ، دندې ته ژمن اوسئ ،روغتيا، او د ښوونځي زرغونتيا ته پام وکړئ
له ۱۲۹ تنو نویو مدیرانو او ښوونکو څخه ، ۹ تنه یې د ولایتې آزموینې له لارې دریم او څلورم بستونو ته بریالي شوي او ۱۲۰ تنه نور یې پنځم او شپږم بستونو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د سیالۍ له لارې بریالي شوي دي .
