د دیني مدرسو ستونزو ته به پاملرنه وشي
د پوهنې وزارت سرپرستې کندهار ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له يو شمېر ديني عالمانو او د مدرسو آمرانو سره وليدل
په دغې ناسته کې چې د کندهار والي ښاغلي الحاج روح الله خانزاده او د پوهنې رئيس محب الله روشان هم شتون درلود، د مدرسو آمرانو خپلې ستونزې لکه: د زده کړې اسانتیاو نشتوالی، د رسمي بستونو نشتون، د بالمقطع او حق الزحمه ښوونکو ګمارنه او ځينې نورو برخو په اړه د پوهنې وزارت له مشرتابه سره خبرې اترې وکړې
د کندهار د مدرسو آمرانو وويل: کندهار ولايت کې ۵۱ ديني مدرسې فعاليت لري چې له بيلابيلو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، هغوى د پوهنې وزارت له مشرتابه غوښتنه وکړه چې د دوى د ستونزو هوارولو ته جدي پاملرنه وکړي او همداراز خپلو مدرسو ته يې د حق الزحمه ښوونکو د ګمارنې غوښتنه وکړه
د پوهنې وزارت سرپرستې د ديني مدرسو له آمرانو د مننې ترڅنګ وويل: پوهنې وزارت به د دوی د ستونزو حل لپاره جدي هڅې وکړي
