هېواد ته د سکهانو د ماشومانو زده کړو لپاره لازم تدابير په پام کې نیول شوي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۲۱:۴۴
هېواد ته د سکهانو د ماشومانو زده کړو لپاره لازم تدابير په پام کې نیول شوي

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معين ډاکټر عطاالله واحديار، نن له غرمې مخکې له سناتورې انار کلي هنريار سره، په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په ليدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ، زموږ د هيواد سکهانو ته د ښوونيزو او روزنيز چوپړتياو برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې.

په دې ليدنه کې زموږ د هيواد سکه او هندو اوسيدونکو ته او په ځانګړي ډول هغو سکه هيوادوالو ته د ښوونيزو او روزنيزو چوپړتياو برابرولو په اړه خبرې و شوې، چې په دې وروستيو کې هيواد ته راستانه شوي دي.

د ښوونې او روزنې معين د پورتنۍ موضوع اړوند، دا لاندې ژمنې وکړې:

۱. هغه راستانه شوي سکه زده کوونکي چې تعليمي اسناد لري، ښوونځيو ته به معرفي کيږي

۲. خو هغو زده کوونکو چې په خصوصي ډول زده کړې کړي، هغوى د تعليمي کچې د تثبيت تر آزموينې وروسته به ښوونځيو ته معرفي شي.

۳. هغه کورنۍ چې خپل استوګنځي ته نيږدې ښوونځي نه لري، نو پوهنې مکلف دى چې له امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره، په اړوندو سيمو کې ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي.

په ورته وخت کې د سکه هيوادوالو استازې انار کلي هنريار، د پوهنې وزارت له پاملرنې مننه وکړه او د پوهنې وزارت له خپرونو يې خپل ملاتړ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS