د پرانیستې دولت دارۍ مشارکت په اړوند د ټولنې د بیلا بیلو وګړو د وړاندیزنو د راټولولو غوښتنه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۷:۲۷

ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د پرانیستې دولت دارۍ د دریم ملي عمل پروګرام پروسه جوړه شي.

د پوهنې وزارت له ټولو خلکو او کورنيو څخه هیله کوي څو خپل نظریات او وړاندیزونه د روڼتيا او حساب ورکونې د ښه والي او د ښاریانو د مشارکت د لوړوالي په اړه د عامه پالیسیو د تطبیق او د نوې تکنالوژۍ څخه د ګټې اخیستنې لپاره د دریم ملي عمل پروګرام کې د ځای ورکولو په موخه د پوهنې وزارت د عامه اړیکو ریاست ته د روان کال د زمري د میاشتې تر شلمې نېټې پورې په لاندې ایمیل آدرس راولیږي.

mirajzamani90@gmail.com

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۶
Background image

په بدخشان کې د ۱.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ښوونځي ودانۍ بیاورغول شوه

د بدخشان ولایت راغستان ولسوالۍ اړوند د کالر لېسې د ودانۍ بیارغونې او ترمیم چارې، چې څه موده وړاندې د ۱ میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو او سیمه. . .

BACK TO NEWS