په لوګر کې د دیني عالمانو د سویې تثبیت ازموینې پیل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱ - ۹:۱۳
متحان تثبیت سویه عالمان دینی در ولایت های لوگر و لغمان

په لوګر ولایت کې د ۱۰۴ دیني عالمانو د سویې د تثبیت معلومولو په موخه د ازموینې اخیستلو بهیر په رسمي ډول پیل شو. 
د دې ازموینې د پیل په مراسمو کې، د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز، تدریسي مرستیال مولوي عبیدالله هشام، د مالي او اداري چارو مرستیال محمد عارف معاذ، د اسلامي زده کړو مرستیال صدیق الله عزیزي او د پوهنې ښاري آمر مفتي مولوي ضیاء الحق ملنګ برخه اخیستې وه.   
یاده ازموینه د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د لارښوونې له مخې د یو شمېر جیدو او شیخ الحدیثو علماوو تر بشپړې څارنې لاندې اخیستل کېږي، چې یوه اوونۍ به دوام وکړي. 
په دغې ازموینه کې ۱۰۴ دیني عالمانو برخه اخیستې ده، چې ټولې ازموینې به یې په بشپړې روڼتیا سره واخیستل شي. 
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز د یادې ازموینې پر اخیستلو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د ازموینې د اخیستلو لپاره یې ټول لازم تدابیر نیولي دي. 
 نوموړي وویل، چې ټولې ازموینې به د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د کړنلارې له مخې واخیستل شي.هغه د ازموینې له برخه والو غوښتنه وکړه، چې د ازموینې ورکولو پر مهال د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت سپارښتنې په پام کې ونیسي او عملي یې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS