د میدان وردگو ولایت ۴۰۰ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې سیمینار پرانیستل شو
د یونسف په مالي مرسته او د مسلم هندز مؤسسې لخوا د میدان وردګ ولایت مرکز او ۶ ولسوالیو په ۱۱ حوزو کې د ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړنې سیمینار د پوهنې رئيس ګل ولي متقي په وینا سره پرانستل شو.
همدارنگه پوهنې رئیس ښوونکو ته د یاد سیمینار په اړه ارزښتناکه وینا وکړه او هغوئې ته لازمې سپارښتنې وکړي چې د عصري زده کړو ترڅنګ اسلامي زده کړو ته هم لومړیتوب ورکړي.
هغه په خپله وینا کې ښوونکو ته وویل چې زده کوونکي داسې وروزۍ لکه څنګه چې د اسلام پیغمبر او د بشریت ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم د اسلام په مدرسه کې صحابه وو ته روزنه ورکړې وه.
په پاي کې پوهنې رئيس د مسلم هندز مؤسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه او یاد سیمینار یی د ښوونکو د وړتیا لوړونې په موخه خورا ګټور و باله.
