میدان وردګ ولایت کې ۲۴۰۰ تنه کسانو لپاره روزنیزې غونډې دائِر شوې
دیاد ولایت مرکز میدان،جلریز،چک،سیداآباد،جغتو،دایمیر، پنځه ولسوالیو کې یونیسف په مالي ملاتړ مسلم هندز موسسې لخوا د پوهنې ریاست په مرسته او همغږي د سیمییزو ښوونځیو د ښوونکو او شورای غړو لپاره د پاکو اوبو څخه د ګټې اخیستلو،اوبو د پاکو ساتلو او روغتیا ساتنې اړوند د یوې ورځې لپاره روزنیزې غونډې جوړې شوې.
د جوړو شوو رونیزو غونډو افتتاح مرکز میدان کې وشوه او په اړوند ئې افتتاحیه غونډه جوړه شوه،
په دې غونډه کې پوهنې محترم رئیس مولوي صاحب ګل ولي متقي،مسلم هندز مؤسسې د ښوونې او روزنې ولایتي څانګې مسؤل ښاغلي مطیع الله هدایت،علماءوو،سپینږیرو مشرانو د مرکز او جلریز سیمییزو ښوونځیو ښوونکو او شوری غړو ګډون وکړ،
غونډې ته پوهنې محترم رئیس،مسلم هندز مؤسسې ښوونې او روزنې ولایتې څانګې مسؤل او دیني علماء ویناوې وکړې.
ټولو ویناوالو له موضوع سره سم حاضرینو ته، له پاکو اوبو څخه د ګټې اخیستلو د اوبو د پاکو ساتلو،پاکوالي،او روغتیا ساتلواړوند ویناوې وکړي،
د دوی په وینا چې خلکو ته باید سم پوهاوی ورکړل شي تر څو له پاکو اوبو څخه په ګټې اخیستنې سره خپل پاکوالی مراعت،د پاکوالي په مراعتولو سره خپله روغتیا و ساتي د روغتیا په ساتلو خپل ځان له ډول ډول وژونکو ناروغیو وژغوري.
