د پوهنې وزارت په مسجد کې د قرآن عظیم الشان د تفسیر دوره پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۸ - ۹:۴۰
د پوهنې وزارت  په مسجد کې د قرآن عظیم الشان د تفسیر دوره پیل شوه

 دپوهنې وزارت په مسجد کې د هیواد دستر علمي شخصیت شیخ الحدیث مولوي عبدالسمیع صاحب له لوري  د قرآن عظیم الشان د تفسیر دوره پیل شوه .
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د پوهنې وزارت په مسجد کې جوړ شوي وو، لومړی د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب  د قرآن عظیم الشان د تفسیراو ترجمې د اهمیت په هکله لنډې خبرې وکړې  او د دورې ګډون وال یې وهڅول ترڅو په پوره اهتمام سره یادې دورې ته حاضر شي.
وروسته محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالسمیع صاحب د تفسیر دوره  پیل کړه.
د یادونې وړ ده، چې د تفسیر یاده دوره به هره ورځ  د سهار له اتو بجو څخه د غرمې تر دولسو بجو پورې د پوهنې وزارت په مسجد کې دوام  لري.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالسمیع صاحب د هیواد په سطحه جید دیني عالم او مدرس دی. نوموړی  د شهید ډاکټر عبدالرزاق صاحب زوی، په ۱۳۴۷هـ ش کال  د غزني ولایت د اندړو  ولسوالي د غبرګلونو په کلي کې زېږیدلی دی. 
لومړنۍ او منځنۍ دیني او عصري زده کړې یې د خپل کلي په مسجد  او دسیمې په ښوونځي کې تر نهم ټولګي پوري سرته رسولې دي اوپه  ۱۳۶۴هـ ش کال د سیدجمال الدین افغان لیسې له دولسم ټولګي څخه په لومړۍ درجه فارغ شویدی، وروسته یې خپلې پاتې دیني زده کړې پیل کړې او ۱۳۷۲هـ ش کال د اسلامي نړۍ له ستر علمي مرکز                   ( دارالعلوم حقانیه) څخه فارغ شویدی. 
تر فراغت وروسته یې له تدریس،امامت او خطابت سره په څنګ کې د اسلامي امارت په چوکاټ کې هم لاندې مهم مسئولیتونه سرته رسولي دي:
۱-د ننګرهار ولایت د ښاروال  په توګه.
۲-د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د رئیس په توګه.
۳-د امریکايي اشغال په وړاندې د  جهاد په دوره کې د دعوت او ارشاد کمېسیون د مرکزي غړي په توګه.
۶-د اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء د غړي په توګه.
 محترم شیخ عبدالسمیع صاحب له درس، تدریس او اداري خدمتونو سره په څنګ کې لاندې علمي آثار هم تالیف کړیدي:
۱-تحقیق المسائل.
۲-د قرباني مسائل.
۳-مقدمة اصول الفقه.
۴-مقدمة العلوم الثلاثه.
۵-مقدمة صحیح البخاري.
د لاندې کتابونو په تالیف یې کار روان کړیدی:
۱-د قرآن کریم پښتو تفسیر.
۲-د مشکوة المصابیح پښتو شرح.
۳-د سنن ابي داود پښتو شرح.
محترم شیخ صاحب نږدې اتلس کاله د وړې(موقوف علیه) او لویې(حدیثو) دورې کتابونه تدریس کړیدي.الله تعالی دې د نوموړي ټول علمي خدمتونه قبول او مقبول وګرځوي.آمین.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS