د پوهنې وزارت سرپرست معین د امریکايي میرمنو د سولې او تعلیم ټولنې له مسئولینو او غړو سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۱:۳
د  پوهنې  وزارت  سرپرست معین د امریکايي میرمنو د سولې او تعلیم ټولنې له مسئولینو او غړو سره وکتل

 پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت د کنفرانسونو په تالار کې  د یاد معینیت  سرپرست معین الحاج مولوي  عبدالخالق «صادق »  صاحب  د امریکايي میرمنو د سولې او تعلیم ټولنې له مسئولینو او غړو (میرمن مسعوده سلطان، میرمن مدیا بنجامین، میرمن کلي کمپبل، میرمن کلویی  بریر، میرمن روث مسینجر، میرمن دایسي، میرمن لوسي مارتنز  او میرمن سونیتا ویسوانات) سره وکتل .
د ملاقات په پیل کې لومړی د پوهنې وزارت سرپرست معین د خپلو خبرو په ترڅ کې راغلیو اغلیو میرمنو ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:
We will provide educational facility to all citizens based on Islamic rules and not based on foreigner’s pressure and orders. They put pressure not for sympathy but they want us to be isolated.
 یعني مونږ خپلو ټولو هیوادوالو ته د خپل  مسئولیت او تعهد په اساس تعلیمي اسانتیاوې برابروو، نه د بهرنیو جهتونو د فشارونو او فرمایشونو له امله او په دې باور یو چې دغه فشارونه او فرمایشونه له افغان ولس سره د خواخوږي په اساس نه، بلکې د اسلامي امارت د سیاسي انزوا لپاره دي. 
نوموړي زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د یو مسئول نظام په توګه د  هیوادوالو ټولو حقوقو  په تیره بیا د ښوونې او روزنې حق ته ژمن دی. اسلامي امارت  په دې باور دی، چې تربهرنیو جهتونو مونږ د خپلو هیوادوالو په درد ډېر شریک او د حقوقو پوره کولو ته یې زیات ژمن یو.
وروسته د یادې ټولنې مسئولینو او غړو هم په خپل نوبت خبرې وکړې او  ویې ویل ، چې مونږ غواړو چې د افغانستان هر ماشوم زده کړې ته لاس رسی ولري  او هڅه به کوو چې نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورسوو ترڅو د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له افغانستان سره په تعلیمي ډګر کې مرستې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې ټولنې غړي به سبا سهار نهه نیمې (9:30) بجې په انټر کانټینینټال هوټل کې مطبوعاتي کنفرانس هم  ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۹:۲۳
Background image

د کابل ولایت پوهنې ریاست، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته

د کابل ولایت پوهنې ریاست د هېواد اولادونو ته د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له ۳۲ تنو م/جاهدینو څخه چې له زده‌کړو پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې. . .

BACK TO NEWS