د پوهنې وزارت د ولایتي تشکیلاتو د سمون په موخه غونډه ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۰ - ۱۷:۸
د پوهنې وزارت د ولایتي تشکیلاتو د سمون په موخه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین الحاج مولوي سخاءالله سعید په مشرۍ، د یادوزارت د ولایتي تشکیلاتو د اصلاح او سمون په موخه غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونې او روزنې د معینیت اړوندو رئیسانو، دبشري سرچینو او تشکیل رئیسانو او همدارنګه د یادو ریاستونو یو،یو تن کارشناس حضور درلود او د ولایتي تشکیلاتو د اصلاح، سمون او تعدیل په موخه پکې تفصیلي بحثونه ترسره شول.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت په خپل تشکیل کې( ۲۸۹۲۰۰ ) تنه پرسونل لري، څلور معینیتونه(ښوونه او روزنه، سرچینې او اداره، اسلامي تعلیمات، تضمین کیفیت)،۳۱ مرکزي او دکابل ښار د پوهنې ریاست په شمول ۳۵ولایتي ریاستونه لري. د یاد وزارت مرکزي تشکیل جوړ شوی او دریاست الوزراء د محترم مقام له لوري منظور شویدی، دولایتي ریاستونو په تشکیل کار روان دی  او تر بشپړېدلو وروسته به عملا تطبیق شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS