له مرکز او ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه.

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۰:۲۰

بامیان
د باميانو ولايت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه ولايت د پوهنې رئيس ناظر جعفري په مشرۍ جوړه شوه.
ښاغلي جعفري د بامیان د پوهنې ریاست د ټولو کارکوونکو د کار ستاینه وکړه او په اسلامي ورورولۍ او یووالي یې ټینګار وکړ.
نوموړي همدا راز له کارکوونکو وغوښتل، چې په خپلو ورځنيو کارونو کې د اسلامي شريعت احکام مراعات کړي او له مراجعينو سره ښه چلند وکړي.
لوګر:
د حضرت عمر فاروق خیریه بنسټ د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د چهلتن ښوونځي لپاره د ۶۵ مترو په ژوروالي د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د څښاک د اوبو څاه وکیندله.
هرات:
د هرات ولايت د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر مولوي عبدالجليل مزمل او ورسره مل پلاوي یې د استاد فکري سلجوقي هلکانو لېسې او د کارته امين نجونو ښوونځي د اصول صنفي له کلنیو ازموینو څخه یې څخه یې ليدنه او څارنه وکړه.
پروان:
د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د محمدیه دارالعلوم د ۶ تنو حافظانو د فضیلت مراسم د دغه ولایت د پوهنې د مسوولینو او دولتي چارواکو په حضور کې ترسره شول.
هر ګډونوال د قرآن کریم په فضایلو او د اسلام له نظره د حافظانو د مقام په اړه خبرې وکړې.
کابل:
د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د پوهنې آمریت چارواکي وايي: د دې ولسوالۍ له ښوونځیو څخه یې د لیدنې پر مهال د کلنۍ ازموینې اړوند مسایل وڅېړل او په دې برخه کې یې د ښوونځیو مدیرانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د پوهنې محترم وزیر له لوري په بامیان ولایت کې ښوونیزه پروژه  پرانیستل شوه

د پوهنې محترم وزیرالحاج مولوي حبیب‌الله آغا، چې د رسمي سفر په ترڅ کې بامیان ولایت ته تللی، د پوهنې ملاتړه پروژه چې د یوه همکار بنسټ له لوري د ۶۶۶ زره او ۲۹۸ ډالرو په ارزښت تمویلېږي، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ګمارنې لارښود اعېزمن تطبیق په اړه پرلیکه ناسته ترسره شوه

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا، د سرچینو او ادارې معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، یو شمېر مرکزي او ولایتي رئیسانو او کارپوهانو په حضور کې، د ګمارنې لارښود اعېزمن. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې. . .

BACK TO NEWS