د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۹:۴۵
د کندهار له پوهنې ریاست څخه خبرونه

د کندهار ولايت د پوهنې رياست اداري غونډه د دغه رياست د سواد زده کړې د آمر حافظ حکمت الله مدبر په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د کندهار د مرکز او ولسواليو د سواد زده کړې مديرانو هم برخه لرله، د سواد زده کړې آمر د انسان په ژوند کې د سواد او زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې او له ګډونوالو يې وغوښتل چې د نوي ښوونیز کال لپاره خپل پروګرامونه او کاري پلانونه چمتو کړي.
همدا ډول لارښوونه وشوه، چې د دغه ولایت د سواد زده کړې ټولګي وڅېړل شي او د هغوی د تقوا او کاري تجربو له مخې د کارکوونکو د استخدام او ګمارنې په برخه کې اقدام وشي.

د کندهار ولایت د تخته پول ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د ښوونځیو له آمرینو او مدیرانو سره ناسته وکړه او د پوهنې بهیر د ښه والي او د تدریسي چارو د ستونزو د حل په موخه یې ورسره خبرې وکړې.
 هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې د دغه وزارت له لارښوونو او طرزالعملونو سره سم خپلې ورسپارل شوې چارې ترسره کړي.

د دغه ولایت د دیباغ په کلي کې له صدیقې مدرسې څخه ۲۵ تنه فاضلان د قرانکریم د حفظ له دورې څخه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې ديني عالمانو د مبارکۍ ترڅنګ له خلکو وغوښتل، چې د ټولنې د اصلاح او پرمختګ په موخه خپل اولادونه د علم او پوهې په ګاڼه سينګار کړي.

په کندهار ولایت کې د النور له دارالحفاظ څخه ۱۴ تنه د قرآن کریم حافظان فارغ شول.
د فاضلانو د فراغت په مراسمو کې ويناوالو په ټولنه کې د ديني عالمانو د مقام او د خلکو په ژوند کې د دیني علومو پر ارزښت خبرې وکړې او له فارغانو يې وغوښتل چې د خلکو او هېواد د خدمت لپاره جدي هڅې وکړي.

د نېش ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې مسوولینو د فیض القرآن،حقانیه او الهامیه مدارسو له ښوونیزو او اداري فعالیتونو څخه څارنه وکړه او د یادو ادارو له مسوولینو او د دې سیمې له مشرانو سره یې وکتل او د پوهنې ریاست د پلانونو د تطبیق په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د مدرسینو مسلکي پراختیا علمي غړو د ۲۵ بستونو ازموینې په اړه)

پوهنې وزارت، د وړ کسانو ګومارنې او د استخدام په بهیر کې د روڼتیا د تأمین په موخه، د کابل ښار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په غور کې ښوونکو لپاره شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د غور ولایت دولت‌یار ولسوالۍ اړوند ښوونځیو د ساینس او ازمېښتونونو ۱۴ تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د «چاپېریالي ساینس» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
یاده روزنیزه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په هرات کې د مدارسو طلابو لپاره علمي او فرهنګي برنامه جوړه شوه

 د هرات ښار د امام جعفر او امام صادق مدارسو د څه باندې ۲۵۰ تنو طلابو په ګډون د «اسلام په تاریخ کې د مسلمانو ځوانانو رول، د اسلامي ټولنو پر وړاندې د لوېدیځ فکري جګړه او د هغې پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS