له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۵:۳۱
له ولایتونو څخه د پوهنې خبرونه

پروان

د پروان ولایت د پوهنې ریاست سکتوري غونډه د دغه ولایت د پوهنې د رئیس مفتي محمد حسن حقاني تر څارنې لاندې د یاد ریاست د مسوولینو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، ملي تلویزون او مرستندویو بنسټونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې رئیس د سیمه ییزو ادارو او مرستندویه بنسټونو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ، د دې ناستې په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او د دغه ولایت د ښوونیز وضعیت په ښه کولو کې یې اغېزمنې وبللې.
په یاده ناسته کې د دولتي ادارو او بهرنيو بنسټونو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د خپلو فعاليتونو راپور وړاندې کړ او يو ځل بيا يې د پروان له پوهنې ریاست سره د مرستو په برخه کې پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.

د پروان ولایت د پوهنې رئيس د مير عبدالکريم معقول د هلکانو او نجونو له لېسو څخه ليدنه وکړه او له اړوندو مسؤلينو سره يې په ليدنه کې د پوهنې د کيفيت او کميت په لوړولو ټينګار وکړ.
نوموړي د يادې شوې لېسې له زده کوونکو سره په ليدنه کې هغوى وهڅول، چې د هېواد د پرمختګ په موخه اسلامي او عصري علوم زده کړي.

بلخ

د بلخ ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل د دغه ولایت ولسوالیو ته د خپل کاري سفر په لړ کې دا ځل د چهاربولک ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونیزو او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه.
په دې کتنه کې یې د پوهنې په برخه د ځینو نېمګړتیاوو په باب مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

لغمان

د لغمان ولايت د پوهنې رئيس، مولوي شاه جهان ساجد او د دغه ولايت د مهترلام ښار د پوهنې آمر مولوي عبدالرزاق سيار د سلطان ويس بابا د نجونو منځني ښوونځي له ادارې او تدريسي چارو څخه څارنه وکړه او د يادې لېسې له ښوونکو سره يې د درسونو د کیفیت په باب خبرې وکړې.

د قرغيو ولسوالۍ پوهنې آمریت وایي: د يادې ولسوالۍ يو شمېر ښوونځيو ته يې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي پورې کتابچې او له شپږم څخه تر دولسم ټولګي پورې درسي کتابونه وېشلي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS