په ننګرهار ولایت کې د یوه ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه ورکړل وشوه
ط د پوهنې په برخه کې د مالي او معنوي ملاتړ په دوام دا ځل، د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ معارف دوستو خلکو، خپله نیم جریب ځمکه د دې ولسوالۍ د مامند خروي لومړني ښوونځي ودانۍ لپاره ځانګړې کړه.
د دغه ولايت د پوهنې مسؤلينو په وينا، ياد ښوونځي له څو کلونو راهيسې ودانۍ نه لرله او زده کوونکو يې تر شنه آسمان لاندې زده کړې کولې.
د ياد ولايت پوهنې رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني د اچين ولسوالۍ د خلکو له همکارۍ څخه ستاينه او قدرداني وکړه او د دغه رياست د انجنيرانو ټېم ته يې لارښوونه وکړه، چې د اداري اصولو له مخې د ودانۍ د جوړولو په برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي له نورو شتمنو شخصيتونو او سرمايه دارانو وغوښتل، چې د هېواد له ښوونيز نظام او په ځانګړې توګه د دغه ولايت د پوهنې رياست د برنامو او پلانونو د تطبيق په برخه کې مادي او معنوي مرستې وکړي، ترڅو د رسول الله صلی الله عليه وسلم د مبارک حديث له مخې په [ صدقه جاريه] کې شامل شي.
