په بلخ ولایت کې د دیني زده کړو مرکزونو لپاره، د استادانو د ګمارلو په موخه، رقابتي آزموینه واخیستل شوه.

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۱۰:۵۴
فقغ

 د افغانستان.ا.ا عالي رهبرۍ له لوري د اسلامي زده کړو مرکزونو لپاره د سل زره نويو بستونو له منظورۍ وروسته، د بلخ ولایت د اسلامي زده کړو مرکزونو لپاره ۱۴۴۵ بستونه ځانګړي شول.
 د عدالت د تامين او يادو بستونو ته د پوهو او تجربه لرونکو کسانو د ګمارلو په موخه، د ياد ولايت د پوهنې رياست رقابتي آزموينې پروسه په لاره واچوله او دوه زره نوماندانو څخه يې رقابتي آزموينه واخيسته.
  د ياد ولايت د نارينه وو او ښځينه وو لپاره د اسلامي زده کړو د مرکزونو د نشتوالي د ارزونې له مخې، په پام کې ده چې په دغو بستونو کې ١٢٦٠ تنه نارينه او ١٨٥ تنه ښځينه استادانې په دندو وګمارل شي.
  د يادو بستونو لپاره د نوماندانو تر منځ د آزادې سيالۍ دغه پروسه د يو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې د ياد ولايت والي، پوهنې رئيس، اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون استازو، نظامي چارواکو او يو شمېر ديني عالمانو پکې ګډون درلود، د مزارشريف روضې انګړ کې ترسره شوه. 
 د بلخ والي الحاج محمد يوسف وفا د يادې پروسې د څارنې تر څنګ، دا پروګرام د ديني زده کړو په برخه کې يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او په روڼتيا يې ټينګار وکړ.
 دغه راز د همدې ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالجليل شهيدخېل هم په ياده پروسه کې د عدالت او روڼتيا پر تامين د ټينګار تر څنګ، ياد رياست ته د زياتو بستونو د ورکړې اعلان وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۱۲
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د کونړ ولایت پوهنې ته ۲.۶ جریبه ځمکه وقف شوه

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو اصلاحاتو ریاست په مقام کې، د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس او د ځمکې د لېږد او وېش د رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۸
Background image

د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهورو علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو محترم معین سره وکتل

د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهورو علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره په کتنه کې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
لومړی د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

په لغمان ولایت کې د کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې معلومولو ازموینه ترسره او د قرآن کریم د حافظانو اسناد وارزول شول

د لغمان ولایت پوهنې ریاست چارواکي وايي چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د ۵۴۹ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې یاد ولایت ته راستانه شوي وو، د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شو ترڅو هغوی تر. . .

BACK TO NEWS