له ځینو ولایتونو څخه د پوهنې خبرونو لنډیز

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۵:۴۱
14

غزني

د غزني ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر اداري کارکوونکي او د ښوونیزې څارنې پخواني غړي د یاد ریاست د عمومي زده کړو په پروګرام کې د علمي او مسلکي غړو په توګه وګمارل شول او د پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

سرپل او کندوز

د سرپل او کندز ولایتونو د پوهنې ریاست مسئولین وايي: د یو منظم پروګرام په ترڅ کې د همکارو بنسټونو په مرسته زرګونه ټوکه درسي کتابونه چې د پوهنې وزارت له لوري د سرپل او کندوز ولایتونو د پوهنې ریاستونو ته استول شوي وو، د یادو ولایتونو د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو باندې ووېشل شول.

پروان

د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د یاد ولايت د پوهنې رياست په همکارۍ په سياه ګرد او شينوارو ولسواليو کې د سلګونو ځوانانو ترمنځ «د کتاب لوستلو سيالي» په لاره واچوله.

د یاد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی څانګې آمر عتيق الله صافي د دغه سياليو د پيلولو اساسي موخه، د ځوانانو تر منځ د کتاب لوستلو د فرهنګ دودول، انګېزه ورکول او د هغوی د عملي کچې لوړول وبلل.

تخار

د پسرلي موسم د رارسېدو په درشل کې د تخار ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، د یاد ولایت د پوهنې ریاست په انګړ کې د څو زینتي نیالګیو په اېښودلو سره د نیالګیو کینولو کمپاین پیل کړ او له مسئولینو څخه یې وغوښتل، تر څو د نيالګيو په اېښودلو سره د چاپېريال په سمسورتیا او آبادۍ کې خپله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۳۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي بیارغاونې چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د شهید سبحان الله لومړني ښوونځي د بیارغونې او بشپړولو د پروژې عملي چارې چې: د استنادي او شاوخوا دیوالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۵:۲۹
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس د کابل ښار له یو شمېر ښوونځیو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس استاد حبیب الله خالد، د کابل ښار اړوند د نادریه، ناصر خسرو بلخي رسمي لېسو او د شمشاد-- افغان یار نمبر ۱ او نمبر ۲ خصوصي لېسو د درسي لابراتوارونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۰:۸
Background image

د آزموینو ملي ادارې رئیس د بلخ ولایت د پوهنې له مسئولینو سره وکتل

د آزموینو ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني د بلخ ولایت د پوهنې ریاست له مشرتابه، شیخو او علماوو سره وکتل.

په پیل کې د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهید خېل یاد ولایت ته. . .

BACK TO NEWS