په غزني ولایت کې یو شمېر ښوونځي او مدارس ترمیم او رغول شوي دي

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۹
41

د غزني ولایت د پوهنې ریاست د پلان له مخې دروان ۱۴۰۲ لمریز کال په ترڅ کې، د پوهنې وزارت له بودیجې، د همکارو بنسټونو او عامو خلکو په مالي ملاتړ ۲۷ بابه ښوونځي او مدارس ترمیم او رغول شوي دي.

د ياد ولايت د پوهنې مسئولين وايي، چې د دغو پروژو ټولییز لګښت ٤١ ميليونه او ٩٩٧ زره افغانۍ وو، چې له دې جملې څخه يادې پيسې د پوهنې وزارت له بوديجې، د همکارو بنسټونو او عامو خلکو له لوري ورکړل شوې دي.

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني د پوهنې په برخه کې د یادو بنسټونو له همکارۍ او د غزني علم پال ولس له مرستو مننه وکړه او له نورو شتمنو هېوادوالو یې وغوښتل، تر څو د پوهنې په برخه کې خپل اسلامي او ملي مسئولیت اداء کړي.

دغه راز نوموړي ښوونیز نظام د ټولنې او هېواد د پرمختګ بنسټ وباله او څرګنده یې کړه چې په یاده برخه کې به خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS