د ځينو ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۰:۵۰
14

خوست

د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس مولوي فیض الله جمال، د یاد ولایت د مقام د مرستیال مولوي محبوب شاه قانت له لوري د پوهنې ریاست مسئولینو ته ور وپېژندل شو.

د خوست ولايت د پوهنې رئیس مولوي فيض الله جمال د.ا.ا. او پوهنې وزارت د مشرتابه له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د هېواد د ښوونې او روزنې په برخه کې به له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړي.

نیمروز

د نیمروز ولایت پوهنې ریاست د یو لړ بدلونونو په ترڅ کې، د یاد ولایت د پوهنې ریاست یو شمېر اداري کارکوونکي او د ښوونیزې څارنې پخواني غړي د پوهنې ریاست د علمي او مسلکي غړو په توګه وټاکل.

یاد کسان د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې رئیس له لوري خپلو همکارانو ته وروپېژندل شول.

جوزجان

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد وايي، دوی توانېدلي چې د پوهنې وزارت په همکارۍ د یاد ریاست د مرکزي هستې ۶۰ تنو کارکوونکو ته د هغوی د وړتیاوو لوړونې په موخه، ښوونیز پروګرام پیل کړي.

د نوموړي په وينا، یاد پروګرام په پنځو څانګو (اداره او مديريت، پلان جوړونې، چلند، ارزونې، تطبيق او راپور ورکولو) برخو کې د څلورو ورځو لپاره په لاره اچول شوى دى.

پکتیکا

د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست مسئولین وایي: د یاد رياست د کيفيت تضمين آمر او څلور نور نوي غړي په دندو وګمارل شول او نن د دغه ولايت د پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي له لوري خپلو همکارانو ته ور وپېژندل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴
Background image

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو لوی رئیس بادغیس ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د کارکوونکو چارو د لوی رئیس محترم الحاج مولوي جنت‌ګل عزیز په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې له رئیس محترم الحاج مولوي محب‌الله احسان او د پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۱
Background image

په بغلان کې ۶۷۵ تنو ښوونکو، آمرینو، سرښوونکو او د ښوونیزو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې برنامې جوړې شوې

د ۱۴۰۵ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه، د بغلان ولایت په کچه د مسلکي وړتیاوو لوړولو او د ښوونیز بهیر د کیفیت ښه والي په موخه بېلابېل روزنیز پروګرامونه او د مسلکي ودې ورکشاپونه جوړ شوي دي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

په کندز کې یوه ښوونځي ته د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت ځمکه وقف شوه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند شهید مولوي نجم‌الدین لومړني ښوونځي ته د سیمې معارف دوسته خلکو له لوري د ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت یوه ټوټه ځمکه وقف او ورکړل شوه.
د کندز پوهنې رئیس. . .

BACK TO NEWS