د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست خپل کلنی کاري راپور وړاندې کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۷
145

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست خپل کلنی کاري راپور له مسئولینو او خلکو سره شریک کړ.

د پوهنې ریاست په راپور کې راغلي: د یاد ریاست د تدریسي پروګرامونو او اداري چارو د لاښه والي په برخه کې د هڅو سربېره، په ۱۴۰۲لمریز کال کې یې ۴۷۵ نوي دیني مدارس او د سواد زده کړې ۶۷ کورسونه او یو شمېر ښوونځي تاسیس او رغولي دي.

یاد ریاست ټینګار کړی، چې د روان کال په ترڅ کې له پوهنې سره د همکارو بنسټونو په مرسته، د سیمه ییزو زده کړو ۴۰۰ ټولګي جوړ شوي او ۸۶۳ بستونه یې اړوندو ریاستونو او آمریتونو ته د ځانګړې سهمیې په بنسټ وېشلي دي.

دغه راز په هغو ښوونځیو کې چې د درسي خونو له کمښت سره مخ وې، ۱۱۷ خیمې وېشلي او نصب کړي دي.

د ميدان وردګ پوهنې رياست ليکلي، چې یاد رياست د ١٤٠٢ ښوونيز کال له پيله د قومي مخورو او ديني علماوو په همکارۍ، د همدې ولايت په ښوونځيو او مدارسو کې ١٢زره٩٤٣ تنه نوي زده کوونکي شامل کړي او هغوى ته يې د زده کړو آسانتیا وې برابرې کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS