د کابل ښار اړوند ښوونځیو د لابرانت ښوونکو وړتیا لوړولو سیمینار پیل شو

media-moe
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۲:۲۶
145

د پوهنې وزارت د کړنلارې له مخې، د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ښوونیزو ناحیو اړوندو ښوونځیو د لابرانت ښوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په موخه، ۱۲ ورځنی میتودیک سیمینار په لاره واچاوه.

د ياد سيمينار د پرانيستې په مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئيس الحاج مولوي اول ګل ايوبي، د ياد ریاست يو شمېر نورو مسئولینو او کارکوونکو هم برخه اخیستې وه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د ساینس مرکز رئیس استاد حبيب الله خالد ګډون والو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یاد سيمينار د موضوعاتو او اهمیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې په دې سیمینار کې به د کابل ښار د ۱۶ ښوونیزو ناحیو اړوند شاوخوا ۱۵۰ تنو لابرانت ښوونکو ته د ساینسي مضمونونو (کیمیا، فزیک، بیولوژي، ساینس او ​​​​کمپیوټر) برخو کې روزنه ورکړل شي.

ورپسې د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس هم د دغه ډول سیمینارونو د جوړولو او د پوهنې ریاست د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو په تړاو خبرې وکړې او له ګډون والو یې وغوښتل، تر څو د یاد سیمینار له محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

له بلې خوا د ښوونځیو د لابراتوارونو مسئولینو هم د عملي درسونو او له نویو میتودونو سره د هغوی د آشنا کولو په برخه کې د پوهنې وزارت د مشرتابه له پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.

د يادونې وړ ده، دغه سيمينار د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ په ملاتړ په لاره اچول شوی دی، چې ١٢ ورځې به دوام ولري.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۶
Background image

د ولایتونو پوهنې کړنو ته کتنه

پکتیکا
د پکتیکا ولایت د سواد زده کړې کمېټې غونډه، د یاد ولایت د مقام مرستیال الحاج مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، پوهنې رئیس او د یو شمېر سیمه ییزو ادارو د مسؤلینو په ګډون جوړه شوه.

همدا. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۰:۰
Background image

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د کابل مرکزي دارالحفاظ له استادانو سره وکتل

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده، د کابل مرکزي دارالحفاظ له استادانو سره په کتنه کې، د زده کوونکو د تدریس د مؤثرو لارو چارو او د هغوی د ستونزو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۰ - ۱۵:۳۷
Background image

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس د کابل ښار د یو شمېر ښوونځیو له لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز رئیس استاد حبیب الله خالد، د یاد ریاست د ساینسي مضامینو له یو شمېر استادانو سره په ګډه، د آریانا (افغان-ترک ښوونځیو اړوند) او د کابل ښار د استقلال لېسو د درسي. . .

BACK TO NEWS