لوګر کې یوه ښوونځي ته د خلکو پر چندې ودانۍ جوړه شوه
د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د محمد جانخان د هلکانو لېسې ته د خلکو پر چندې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې ودانۍ په پرانیست غونډه کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د پوهنې آمر روح الله امین، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
دغه ودانۍ د څه باندې ۵ لکه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، چې ټولې لګېدلې پیسې د ښوونځي ادارې له خلکو د چندې په ډول راټولې کړې دي.
د خلکو پر چندې جوړه شوې ودانۍ ۶ درسي ټولګي لري، چې په یوه وخت کې د ۳۰۰ زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال د یادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال د ودانۍ په جوړېدو کې د ښوونځي ادارې او قومي مشرانو هلې ځلې وستایلې.
د پوهنې رئیس د لوګر له اوسېدونکو غوښتنه وکړه، چې د پوهنیز بهیر پر مخ د شته ستونزو په هوارولو کې پراخه ونډه واخلي.
په دغه لېسه کې ۲۳۰۰ زده کوونکي زده کړې کوي، چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره د دوی د درسي خونو د کمښت ستونزه هواره شوه.
د یادونې وړده، چې په لوګر کې له دې مخکې هم یو شمېر ښوونځیو ته د خلکو پر چندې ودانۍ جوړې شوې دي.
