په بلخ ولایت کې د ښوونځي لپاره د یو محراب جومات د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۳۹
as
د بلخ ولايت پوهنې مسئولينو له خوا د یاد ولايت بلخ ولسوالۍ اړوند د رحمان بابا منځني ښوونځي په انګړ کې د یو جومات بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې پر مسئولینو سربېره د سیمه ییزو ادارو چارواکو، د یادې ولسوالۍ قومي مخورو او علماءکرامو هم حضور درلود.
ويناوالو د جوماتونو او د پوهنیزو بنسټونو جوړول د ټولنې په اصلاح او پرمختګ کې خورا مهم او ارزښتناک وبلل او زیاته یې کړه، چې له دغو مرکزونو سره مرسته د صدقه جاریه نېکو اعمالو څخه ګڼل کېږي.
د مسئولینو په خبره، د دغه جومات د جوړېدو لپاره د سیمې خلکو یو مېلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د ياد جومات لپاره د اوداسه خونه، تشنابونه او نورې اړتياوې هم په پام کې نيول شوې دي، چې په يو وخت کې به د ٢٠٠ تنو لمونځ کوونکو ظرفيت ولري.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS