د ولایتونو له پوهنې ډګره څو خبرونه

- هلمند
د هلمند ولایت د ګرمسېر او خانشین ولسوالیو د دیني مدارسو مسئولینو او مهتممینو لپاره د تدریسي کیفیت لاښه والي په موخه، یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
- لوګر
پوهنې وزارت، د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ابی بن کعب "رضی الله عنه" دیني مدرسه د ۳۵۰۰۰ افغانیو په لګښت بیاورغوله.
- نورستان
د نورستان ولایت خلکو د یاد ولایت د کتار منځني ښوونځي ته د ۳۲۰۰۰ افغانیو په لګښت تدریسي وسایل وپېرل.