د داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۵:۵۸
54

د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت خدماتو ریاست لپاره د ۱۶ قلمه مرکز ګرمۍ وسایلو د تدارکاتو او پېرودلو پروژې لپاره د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د اړونده داوطلبۍ سند چاپ شوی کاپي په حافظه یا فلش ډرایو کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د اعلان د خپرېدو نیټې څخه د دوشنبې ورځ، ۳۰/چنګاښ/۱۴۰۴ لمریز کال د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغان، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.

د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه د ۷۵۰۰۰ پنځه اویا زره افغانیو په اندازه دی او د داوطلبۍ پرانیست‌غونډه به د دوشنبې ورځ، ۳۰/چنګاښ/۱۴۰۴ سهار ۱۰:۰۰ بجې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ پرانیستنې په سالون کې ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د یوه باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د هرات ولایت کرخ ولسوالۍ اړوند چاهک کلي د معلومه منځني ښوونځي نوې ودانۍ، د یادې ولسوالۍ د یوه خیرپال او د پوهنې ملاتړي شخصیت له لوري د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په ځانګړو مراسمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۵۶
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

 لوګر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د لوګر ولايت مرکز اړوند «پادخواب‌شانه» کلي د شهیدانو لېسې کتابتون ته ۱۷۸ ټوکه کتابونه، ۵ مېزونه او ۲۰ څوکۍ ورکړل شوې. 
همدارنګه د سیمې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۴۶
Background image

په فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ اړوند په الهندي خانه سیمه کې د یو باب لومړني ښوونځي نوې ودانۍ د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په ګډون، د دیني علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې د خلکو په حضور کې. . .

BACK TO NEWS