د داوطلبۍ اعلان

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۵:۴۹
44

د پوهنې وزارت ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت خدماتو ریاست اړوند د ۱۰ قلمه قرطاسیې او غیرمطبوع وسایلو د تدارکاتو او پېرودلو پروژې په موخه، د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې دې د اړوندې شرط‌پاڼې کاپي په حافظه یا فلش ډرایو کې ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه دې د اعلان د خپرېدو نېټې څخه د چهارشنبې ورځ، ۱/ زمری/۱۴۰۴ لمریز کال د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ده افغان، محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، په تړلي بڼه وسپاري.

د داوطلبۍ تضمین د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه د ۱۲۰۰۰۰ (یوسل او شل زره افغانۍ) په اندازه دی او د داوطلبۍ پرانیست‌غونډه به د چهارشنبې ورځ، ۱/اسد/۱۴۰۴ سهار ۱۰:۰۰ بجې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست د داوطلبۍ پرانیستنې په سالون کې ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS